سیما غني: حکومت کې د مېرمنو اوسنی ګډون یوازې تر کابله محدود دی

د ښځو د سیاسي حقونو غوښتونکې ډله وايي چې د ملي وحدت حکومت د رهبرۍ په کچه د مېرمنو ونډې ته څه پام کړی خو وايي چې په ټوله کې د مېرمنو په همدې نمایشي بڼه اکتفا شوې او بس.

دغې ډلې د رهبرۍ نه په ټیټه کچه هم د ښځو د سیاسي حضور د پراخېدو په هدف د پیاوړو مخکښه ښځو یو لېست د افغانستان جمهوري ریاست او بل اجرائیه ریاست ته وسپاره چې د سیاسي حضور پراخېدو عملي اقدامات وکړي.

د دغې ډلې یوې غړې سیما غني د سې شنبې په ورځ کابل کې په دې اړه جوړې شوې غونډې ته وویل چې د مېرمنو اوسنی ګډون یوازې تر کابل او هغه د رهبرۍ تر کچې محدود پاتې شوی چې کله هم د دوی غوښتنو او اړتیا ته ځواب نه‌شي ویلی.

نوموړې وايي:

"موږ یو شمير واقعاً خوشحاله یو او د ځينو لاسته راوړنو یادونه هم کوو چې لږ تر لږه توانېدلي یو تر څو د رهبرۍ په کچه وزیرانې څو مرستیالانې او سفیره ولرو، ولې یوه عمده ستونزه په ولایتونو کې ده، موږ یووالي لرله هغه مو له لاسه ورکړه."

د فیفا اړوند د ښځو د سیاسي حقونو غوښتونکې ډله وايي چې په دې لېست کې یې د هېواد په کچه د شاوخوا ۱۱۰۰ پیاوړو او د کار وړ ښځو نومونه راغونډ کړي چې حکومت‌یې باید پر مقررۍ غور وکړي.

افغان مېرمنې وايي چې په انتخاباتو کې د دوی ونډه برخلیک ټاکونکې وه خو د ملي وحدت حکومت نه‌پاملرنې بیا خواشیني کړي دي.

د ملي وحدت حکومت په جوړېدو سره څلور ښځې د وزیرانو په توګه ټاکل شوي چې د ګوتو په شمېر شاوخوا همدومره نورې یې د مرستیالانو په توګه دنده ترسره کوي.

بل‎خوا د دغې ډلې موندنې ښيي چې په څه باندې څلوېښتو سفارتونو کې د ښځو ونډه دوه فیصده ده په ۳۶۵ ولسوالیو او څه باندې ۱۵۰ ښاروالیو کې یې بیا د رهبرۍ په کچه ونډه له صفر سره برابره ده.

دغې غونډې ته د ولسمشر فرهنګي سلاکار اسدالله غضنفر د ښاغلي غني پیغام ولوست او ویې‌ویل چې حکومت د ښځو د ونډې پراخېدو ته ژمن دی.

اسدالله غضنفر

نوموړی وايي:

"د افغانستان دولت ژمن دی چې څه د نظام د رهبرۍ په کچه څه د سیمه‌ییزو ادارو او یا په ټولنیزو برخو کې د ښځو له وړتیاوو استفاده وکړي او دوی په بېلابېلو برخو کې پر دندو وګماري."

له دې سره د ښځو د حقونو یوه فعاله حمیرا ثاقب وايي چې د ښځو د ونډې لپاره ۱۵ کاله پخوانی فکر اوس هم موجود دی چې دا باید شاوخوا ۳۰ سلنه وي.

دا په داسې حال کې ده چې د ښځو د سیاسي حقونو غوښتونکې ډله وايي چې اوس په افغانستان کې ډېرې پیاوړې او د دُکتورا تر کچې تحصیل یافته ښځې شته او باید ځکه‌یې هم د حضور په اړه فکر بدل شي.

راپور: یوسف خان ځدراڼ