د افغانستان د خپلواکو ژورنالېستانو د ملاتړ ټولنه وایې په کابل او ولایتونو کې د دولتي ادارو د ویاندویانو په اړه د خبریالانو سلګونه شکایتونهیې ثبت کړې دي.
د دغې ټولنې مشر رحیمالله سمندر د سې شنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل چې په کابل او ولایتونو کې د دولتي ادارو د ویاندویانو په اړه د خبریالانو سلګونه شکایتونهیې ثبت کړي دي.
ښاغلي سمندر زیاته کړه:
"په دغو شکایتونو کې په کابل کې د وزارتونو له ویاندویانو، په ولایتونو کې د والیانو له ویاندویانو او دغهراز د امنیه قوماندانۍ له ویاندویانو او د یو شمېر عمومي ریاستونو له ویاندویانو شکایت شوی چې دوی معلومات نهورکوي، دوی مثلاً په دې پلمه چې جلسه لري او یا هم وایي چې وروسته اړیکه ونیسئ او وروسته بیا ټیلیفون بندوي، دغه شکایتونه موږ ته راغلي او هغه مېکانیزم چې معلوماتو ته د لاسرسي برخه کې معرفي شوی هغه هم ډېر مغلق دی او په اسانۍ سره خبریالانو ته معلومات نهورکول کېږي."
په ورته وخت کې یو شمېر افغان خبریالان هم وایي چې د دولتي ادارو د ویاندویانو لهخوا په وخت د معلوماتو نهشریکول د دې لامل شوي چې د دوی کارونه له ستونزو سره مخ شوي او د پر وخت او دقیقو راپورونو په ورکولو بریالي نهشي.
یو تن خبریال احسانالله سهاک وايي:
"کله چې یو ویاند نهحاضرېږي موږ ته معلومات راکړي واقعاً دا زموږ په کارونو ناوړه اغېز کوي، اکثره اوسمهال د خبریالانو اړیکې له دولتي ویاندویانو سره پرې شوي ځکه هغوی هېڅ ډول همکاري نهلري."
بل افغان خبریال حسین ناصري بیا وايي:
"سره له دې چې حکومت په تېرو دوو کلونو کې د خبریالانو د ستونزو د هواري ژمنه کړې، خو لا هم افغان خبریالان له ډېرو ستونزو سره مخ دي، په ځانګړي ډول دولتي ویاندویان له خبریالانو سره سلیقوي چلند کوي او په وخت معلومات نهشریکوي."
د یادونې وړ ده چې ازادي راډیو هم په دې برخه کې په وار-وار له ورته ستونزو سره مخ شوې ده.
دا په داسې حال کې ده چې تر دې وړاندې ولسمشر، رسنیو ته د حکومتي چارواکو لهخوا، د معلوماتو د ورکولو د بهیر د ګړندیتوب په مقصد، نوی حکم ورکړ چې لوړپوړي دولتي چارواکي، وزیران او والیان مکلف دي چې د محرمو معلوماتو په پام کې نیولو سره، د اړتیا وړ معلومات له رسنیو سره شریک کړي.
هڅه مو وکړه چې د خبریالانو د وروستیو شکایتونو په اړه اطلاعاتو ته د لاسرسي د څار کمېسیون نظر هم واخلو خو له پرلهپسي اړیکو وروسته بیا هم ونهتوانېدو چې د دغه کمېسیون له چارواکو سره خبرې وکړو.
خو د افغانستان جمهوري ریاست وايي، له هغو ادارو او ویاندویانو سره به قانوني چلند کېږي چې خلکو ته د رسنیو له لارې پر وخت د معلوماتو له ورکولو ډډه کوي.
د ولسمشر مرستیال ویاند شاهحسین مرتضوي په دې اړه ازادي راډيو ته وویل:
"د جمهوري ریاست په ګډون د ټولو وزارتونو، بنسټونو او ولایتونو ویاندویان ملکف دي چې د ولسمشر د حکم او اطلاعاتو ته د لاسرسي د قانون مطابق له رسنیو سره همکاري وکړي."
ولسمشر غني د ۱۳۹۳ لمریز کال د لیندۍ په میاشت کې اطلاعاتو ته د لاسرسي قانون توشېح کړ چې شپږ فصلونه او ۳۲ مادې لري.
هغه قانون چې افغان خبریالانو او د رسنیو څخه د ملاتړ ادارو ډېر وخت د هغې په عملي کېدو ټینګار کړی او ویلي یې دي چې لاهم د حکومت څخه پر وخت د معلوماتو په اخیستلو کې ستونزې موجودې دي.
راپور: ناجیه ساپۍ