د هلمند په سنګین ولسوالۍ کې یو ځل بیا جګړو زور اخیستی دی.
د هلمند چارواکي وايي، د وسلهوالو یو لوی برید يې په شا تمبولی دی.
خو د سنګین د ټولنیزې شورا غړي وايي، یو شمېر مهمې پوستې وسلهوالو نیولي دي او که حکومت د یادې ولسوالۍ پاتې سیمې نهشي ساتلی وسلهوالو ته دې ورخوشې کړي چې جګړې پای ته ورسېږي.
دا په سنګین ولسوالۍ کې تر یوه کال وروسته لويې جګړې دي چې رامنځته کېږي.
په دې اړه نور حال د ازادي راډیو خبریال الیاس داعي په راپور کې:
Your browser doesn’t support HTML5