د اوکراین ولسمشر پېټرو پروشینکو جرمني ته کاري سفر لنډ کړ او د خپل هېواد په ختیځ کې د بېړني وضعیت له امله اوکراین ته ستون شو.
چارواکو پرون دوشنبه وویل چې روسي پلوه بېلتون غوښتونکو د یکشنبې له ماښام راهیسې ختیځ ښار ډونیڅک ته نېږدې په "افدیفکا" سیمه کې درنې حملې پيل کړې دي.
رپوټونه وايي چې په دې سیمه کې ۱۲ تنه وژل شوي چې درې اوکرایني وسلهوال هم پهکې شامل دي.
د ولسمشر پېټرو پروشینکو ویاند د روسیې خبري اژانس انټرفکس ته وویل چې د بشري بحران له امله بېړنی وضعیت د رامنځته کېدو په حال کې دی.
پېټرو پروشینکو په جرمني کې له صدراعظمې انګلا مېرکل سره وکتل او د خپل هېواد په ختیځ کې يې پر وضعیت خبرې ورسره وکړې.