د ټرمپ ادارې تائید کړه چې ایران د بالسټیک مزائیلو ازموینه کړې

د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ ادارې تائید کړه چې ایران د یکشنبې په ورځ د بالسټیک مزائیلو ازموینه کړې چې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا پر پرېکړه‎لیک څرګند تېری دی.

د سپینې ماڼۍ ویاند شان سپایسر پرون دوشنبه وویل چې د ولسمشر ټرمپ اداره د دې ازموینې په اړه معلومات لري او د څرنګوالي په اړه‌یې څېړنه کوي.

د امریکا د [فاکس نیوز] ټلوېزیون د رپوټ پر اساس، ایران د منځني واټن ویشتونکی مزائیل ازمویلی چې لږ تر لږه ۹۵۰ کېلو متره واټن‌یې وهلی او چاودېدلی دی.

دا ازموینه د تهران ختیځ لوري ته شوې ده.

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا پرېکړه‎لیک له ایران سره د نړیوالو تر اټمي موافقې وروسته صادر شو چې د اتو کلونو لپاره‌يې پر ایران د بالسټیک مزائیلو د ازموینې بندیز لګولی دی.