د کاناډا په کُبک ښار کې چارواکي وايي، دوه تنهیې پر یوه جومات په وروستۍ خونړۍ حمله کې د لاس درلودلو په تور نیولي دي.
د کاناډا یوې سیمهییزې محکمې پرون دوشنبه وویل چې دواړه مشکوک کسان د کاناډا اتباع دي.
یو مشکوک حمله کوونکی فرانسويالاصله کاناډايي دی چې الکساندر بوسینیتي او دوهميې مراکشي کاناډایي دی چې محمد الخضر نومېږي.
دواړه د ۲۰ او ۳۰ کلونو په شاوخوا کې عمر لري.
پولیس وايي، دوی ګومان نهکوي چې په دې حمله کې به نور کسان هم لاس لري خو د دوی څېړنې روانې دي.
د کاناډا صدراعظم په خپل هېواد کې پر یوه مسجد حمله کې چې ۶ تنه پهکې ووژل او ۱۷ تنه پهکې زخمیان شول، غندلې ده.
هغه ویلي چې دا پر مسلمانانو ترورېستي حمله وه.
د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ د کاناډا صدراعظم ته په ټیلیفوني مکالمه کې د دې پېښې له امله غمشریکي کړې ده.
د فرانسې د پلازمېنې پاریس ښاروال تېره شپه وویل چې په کُبک کې د حملې د قربانیانو د درناوي لپاره به د ایفل برج څراغونه مړه وي.
تر اوسه د دغې حملې علت نهدی څرګند شوی.