پاکستاني چارواکو د حافظ سعید د نظر بندۍ امر کړی

پاکستاني چارواکو د هغه افراطي مذهبي مشر د نظربندۍ امر کړی چې د هند په بمبی ښار کې پر یوه هوټل د برید په تنظیمولو کې د مهمې ونډې په لرلو تورن دی.

د امریکا او هند حکومتونو له څو کلونو راهیسې د حافظ سعید پر ضد د اقداماتو غوښتنه کوله او ښايي د نوې ډېلي او اسلام‌اباد په اړیکو کې کړکېچ راکم کړي.

حافظ سعید په لاهور کې خبریالانو ته وویل چې دا اقدام د امریکا په اشاره شوی او دی به‌یې په وړاندې په محکمه کې مبارزه وکړي.

متحده ایالاتو د سعید پر سر ۱۰ میلیونه جایزه اعلان کړې ده.

حافظ سعید د جماعت دعوه په نوم د مشهورې خیریه ټولنې مشر دی چې واشنګټن‌یې د لشکر طیبه د وسله‌والې ډلې جبهه بولي.

د پاکستان یوه جګپوړي چارواکي روېټرز خبري اژانس ته ویلي دي چې که څه هم د ډونالد په مشرۍ ادارې تر اوسه کومه لارښوونه نه‌ده ورته کړې خو اسلام‌اباد د واشنګټن له‌خوا ځان تر فشار لاندې احساسوي.

په ۲۰۰۸ میلادي کال کې وروسته له دې چې لسو وسله‌والو د بمبی پر یوه هوټل، د اورګاډي پر سټېشن او د یهودانو پر یوه مرکز حملې وکړې او ۱۶۶ کسان‌یې ووژل حافظ سعید په کور کې نظربند شو، خو شپږ میاشتې وروسته خوشې شو او له هغه وخته تر اوسه ازاد ګرځېده.