په فراه کې امنیتي چارواکي ادعا کوي، وسلهوالو طالبانو ته پرمختللې درنې وسلې رسېدلي چې زیاته برخهیې د روسیې ساخت دي.
د فراه امنیه قوماندانۍ سرپرست مشر توریالي عبدیاني پرون دوشنبه ازادي راډیو ته ادعا وکړه چې وسلهوالو طالبانو داسې پرمختللې وسلې ترلاسه کړي چې ان د افغانستان امنیتي ځواکونهیې نهلري او له دې امله فراه کې جګړې شدت موندلی دی.
توریالی عبدیاني زیاته کړه:
"هغوی ته داسې وسلې رارسېدلي چې شببین لري، هغوی ته ۸۲ ملي متري توپونه او داسې راکټونه ورته رارسېدلي چې له ځمکې ځمکې په لور ویشتل کېږي."
د فراه والي اصف ننګ وویل، دا لا نهده څرګنده چې وسلهوالو طالبانو ته داسې درنې وسلې له کومې لارې رسېدلې دي خو ډاډ لري او مدعي دی چې ایران یا پاکستان په دې مسئله کې لاس لري.