د اندونیزیا حکومت له افغانستان سره ژمنه وکړه چې له ترورېزم سره د مبارزې لپاره به د افغان امنیتي ځواکونو په روزنه کې همکاري کوي.
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت خبرپاڼه وايي چې د بهرنیو چارو وزیر صلاحالدین رباني پرون دوشنبه په کابل کې د اندونیزیا له سفیر انصاري تاجالدین سره په دې اړه خبرې وکړې.
د خبرپاڼې په حواله، د کابل لپاره د اندونیزیا سفیر چې کاري مودهیې پای ته رسېدلې، پرون ښاغلي رباني ته ډاډ ورکړ چې حکومتیې په افغانستان کې د سولې او ثبات د ټینګښت لپاره له هڅو ملاتړ ته کلک تعهد لري.
په خبرپاڼه کې په دې اړه نور وضاحت نهدی ورکړل شوی چې اندونیزیا به د افغانستان د امنیتي ځواکونو په روزنه کې څه ډول مرسته کوي.