د کاناډا کُبک ښار یوه جومات کې ۶لمونځ کوونکي وژل شوي

د کاناډا د کيوبېک ښار پوليس وايي، د لمانځه پر مهال په يوه محلي مسجد کې ډزو ٦ کسان وژلي او ٨ ټپيان کړي دي.

د کيوبېک د پوليسو وياندې کرستين کولمب وويل، د پېښې په تړاو دوه مشکوک کسان نيول شوي دي.

هغې ونه ويل چې د کيوبېک په اسلامي او کلتوري مرکز کې د تېرې شپې د پېښې انګېزه څه وه، خو هغې وويل چې په دې اړه څېړنې پيل شوې دي.

تر دې مخکې د مسجد ملا امام وويلي وو، په دې پېښه کې ۵ کسان وژل شوي دي.

يوه عيني شاهد رويټرز اژانس ته وويل چې څه باندې درېيو کسانو په دې حمله کې لاس درلود.

د کيوبېک ولايت صدراعظم فيليپ کويلارد دا حمله يو وحشيانه تاوتريخوالى بللى او ويلي يې دي چې د مسلمانانو په وړاندې د ترورېزم يو عمل و.

د کاناډا صدراعظم جستين ترودو په ټويټر کې ليکلي، نن شپه کاناډايان د هغو کسانو لپاره وير کوي چې د کيوبېک ښار پر يوه جومات په بزدلانه حمله کې وژل شوي دي.