نړيوالو ورځپاڼو د ایشچي پر قضيې مقالې خپرې کړي

د افغانستان د ولسمشر پر لومړي مرستیال عبدالرشید دوستم د جوزجان د پخواني والي او قومي مشر احمد ایشچي لګول شویو تورونو ته په پام سره د افغانستان لوی څارنوالۍ په وروستیو کې د هغه د نهو ساتونکو د نیولو امر صادر کړ.

یو شمېر لویدیځو ورځپاڼو بیا دغې قضیې ته پام اړولی دی.

واشنګټن پوسټ:

واشنګټن پوسټ ورځپاڼه په دې اړه لیکي، شپږ اوونۍ مخکې ۶۲ کلن عبدالرشید دوستم چې د ازبک قوم یو پیاوړی مشر او پخوانی جګړه مار دی او د جنګي جرمونو او په خپله د بد سلوک د تورونو سابقه لري، د جوزجان پخواني والي او د هغه سیاسي رقیب احمد ایشچي پر تور پورې کړی چې دی یې شکنجه او له جنسي پلوه ځورولی دی.

د واشنګټن پوسټ په لیکنه ایشچي دوستم تورن کړی چې دی یې تر خپل کنټرول لاندې یوه کلي کې زنداني کړی او له ده سره د ناوړه چلند او جنسي ځورونې امر یې ورکړی و.

که څه هم دغه تورونه دوستم رد کړي خو د ورځپاڼې په وینا دغې لانجې د اشرف غني حکومت ته یو سرخوږی رامنځ ته کړی دی.

لویدیځو حکومتونو او د بشري حقونو ډلو غوښتنه کړې چې دغه قضیه دې له حقوقي پلوه په جدي ډول وڅېړل شي.

د ولسمشر یوه ویاند هم دا خبره کړې چې دا یوه سیاسي مسئله نه بلکه حقوقي مسئله ده چې د افغانستان د قوانینو په اساس به ورته رسیده‎ګي کېږي او پر دې یې ټینګار کړی چې هېڅ‎څوک په افغانستان کې له قانونه پورته نه‎دي.

خو واشنګټن پوسټ د یوه افغان امنیتي کارپوه جنرال عتیق الله امرخېل دا خبره هم رااخیستې چې ویلي یې دي، اشرف غني په دې برخه کې د اجرأتو وس نه‎لري موږ د پولیسو یوه پیاوړي او جدي قومندان ته اړتیا لرو چې دغه قضیه تعقیب کړي.

سنډې مارننګ هرالډ خپرونه:

خو سنډې مارننګ هرالډ خپرونه په دې اړه د افغان حکومت د یو شمېر چارواکو په حواله لیکي چې ویلي یې دي د جنرال عبدالرشید دوستم د تعقیب په مسئله کې بیړه نه‎کوي او د دې لپاره چې په دغه قضیه کې د هر ډول سیاسي انګیزې مسئله رد شوې وي، دوی له یوې مناسبې حقوقي تګ‎لارې کار اخلي.

خپرونې د یوه افغان لوړ پوړي چارواکي چې نوم یې نه‎دی ښودل شوی دا خبره را اخیستې چې ویلي یې دي، د دې لپاره چې دا یوه ډیره حساسه موضوع ده غواړو له ډېر احتیاطه کار واخلو او هغه به یوڅه زیات وخت ونیسي.

خو په خپل ایشچي ویلي چې نور صبرنه کوي او که حکومت په دې برخه کې له جدیته کار وانه‎خلي دی به دغه قضیه نړیوالو محکمو ته وړاندې کړي.

ښاغلي ایشچي دا خبره وړمه ورځ بیا له آزادي راډیو سره په ځانګړي مرکه کې راپورته کړه او د ولسمشر په لومړي مرستیال عبدالرشید دوستم باندې یې د لګول شویو تورونو په دفاع وویل چې د حکومت هڅې په دې برخه کې کافي نه‎دي او هېڅ نتیجه یې تر اوسه نه‎ده ورکړې.