عبدالله: انتخاباتو کې دې د رأیو اوسني کارټونو نه‌کارول کېږي

د افغانستان اجرائيه رئيس په راتلونکو انتخاباتو کې د رأيې ورکولو د اوسنيو کارټونو پر نه‌کارولو ټينګار وکړ.

عبدالله عبدالله پرون مازيګر په سپېدار ماڼۍ کې د انتخاباتي شکايتونو کمېسيون له کمېشنرانو سره په کتنه کې وويل، د رأيو د پخوانيو کارټونو باطلول، د رأيه ورکوونکو او د رأيې ورکولو د حوزو د دقيق شمېر تشخيص د انتخاباتي اصلاحاتو اصلي موارد دي.

د اجرائيه رياست په اعلاميه کې د ښاغلي عبدالله په حواله راغلي چې ويلي يې دي، د رأيو له پخوانيو کارټونو په استفاده انتخابات ممکن نه‌دي.

د انتخاباتو خپلواک کمېسيون تر اوسه د ولسي جرګې او ولسواليو شوراګانو انتخاباتو نېټه نه‌ده اعلان کړې.