ټرمپ او د سعودي پاچا د پوځي همکارۍ پر زياتولو موافقه وکړه

سپينه ماڼۍ وايي، ولسمشر ډونالد ټرمپ او د سعودي عربستان پاچا شاه سلمان بن عبدالعزيز ال سعود د ترورېزم پر ضد پر اقداماتو او د پوځي همکارۍ پر زياتولو موافقه وکړه.

دواړو مشرانو پرون يکشنبه څه باندې يو ساعت ټیليفوني خبرې وکړې.

دا مکالمه په داسې حال کې وشوه چې د ولسمشر ټرمپ اجرائيوي فرمان چې له مخې يې له اوو اسلامي هېوادونو امريکا ته پر مهاجرت محدوديتونو په امريکا کې دننه او بهر د خلکو غوسه پارولې ده.

سپينه ماڼۍ وايي، ټرمپ او عبدالعزیز د افراطي ترورېزم د مخنيوي لپاره د ګډې مبارزې غښتلي کول مهم وباله او موافقه‌يې وکړه چې سيمه‌ييزې سولې او امن ته د ورپېښو چېلنجونو په وړاندې به په ګډه مبارزه کوي.