امریکایي کوماندو ځواکونو په یمن کې د القاعده شبکې پر غړیو حمله کړې.
دا خبره سیمه ییزو چارواکو او د هغې سیمې اوسېدونکو چې دغه حمله په کې شوې کړې ده.
د سیمه ییزو چارواکو له قوله چې نومونه یې نهدي ښودل شوي ویل شوي چې ځواکونه د الوتکې په ذریعه البیضا ولایت ته انتقال شوي وو.
د راپورونو له مخې د وژل شویو سخت دریځو په ډله کې به القاعده درې مشران هم شامل وي چې په یکلا سیمه کې په نښتو کې وژل شوي دي.
فرانسپرس د یوه سیمه ییز چارواکي له قوله وایي چې ویلي یې دي په نښتو کې ۴۱ سخت دریځې او ۱۶ ملکیان وژل شوي دي.
تر اوسه دغه خبر متحدو ایالتونو نهدی تائید کړی.
له دې مخکې د امریکا بې پیلوټه الوتکو په یمن کې القاعده په نښه کړې وه.