د ناموسي وژنو په زیاتوالي د ښځو چارو وزارت اندېښنې

د افغانستان د ښځو چارو وزارت په یو شمېر ولایتونو کې د ناموسي وژنو په زیاتوالي اندېښنه ښکاره کوي.

د دغه وزارت مرستیالې سپوږمۍ وردګ نن ازادي راډیو ته وویل، په تېره یوه نیمه میاشت کې په اتو ولایتونو کې شاوخوا۳۰ دا ډول پېښې ثبت شوي دي.

نوموړې وايي:

"له بده مرغه د قوس میاشتې تر وروستیو او د دلوې تر لومړیو پورې موږ له اتو ولایتونو څخه د قتل ۳۰ پېښې درلودې چې دا زموږ لپاره یو ناوړه خبر دی او زیاتره‌يې ناموسي وژنې وې یا دا چې پلار یا ورور د قتل لامل ګرځېدلی دی."

اغلې وردګ له حکومته وغوښتل چې د دا ډول قضیو عاملین دې مجازات کړي.

په ورته وخت کې د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون هم د دا ډول قتلونو په زیاتوالي اندېښنه ښيي او له حکومته غواړي چې دا موضوع دې جدي تعقیب کړي.