د غور او بغلان سیمهییز چارواکي د یوه اندازه مخدره موادو د نیولو خبره ورکوي.
د دغو مخدره موادو اندازه نېږدې ۵۰۰ کېلو ګرامه بلل شوې.
د غور د ولایتي شورا مرستیال عبدالبصیر قادر پرون ازادي ارډیو ته وویل، دوی ته د رسېدلو معلوماتو له مخې ۵۲۰ کېلو ګرامه مخدره مواد تېره اوونۍ نیول شوي وو.
د غور له مخدره موادو سره د مبارزې مدیر نورالدین شریفي بیا د یادې اندازې مخدره موادو د نیولو خبره ردوي.
پولیسو ویلي وو، تېره اوونۍ یې په غور کې له ۱۰۰ کېلو ګرامه مخدره موادو سره یوځای دوه تنه قاچاقبر هم نیولي دي.
اخوا د بغلان امنیه قومندانۍ د امنیت امر مل پاسوال امیرګل حسینخېل وايي، پولیسو پرون یوه عراده کرولا موټر نیولی چې پهکې ۷ کېلو ګرامه هیروئین او ۱۰ کېلو ګرامه چرس ځای پر ځای شوي و.
په بغلان کې د مخدره موادو د قاچاق په تور یو تن چې د پروان د بګرام اصلي اوسېدونکی دی هم نیول شوی دی.