ټرمپ د ځینو اسلامي هېوادونو اتباع امریکا ته له ورتګه منع کړل

د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر ډونالد ټرمپ د اوو عمدتاً اسلامي هېوادونو په اوسېدونکو امریکا ته د ورتګ د ممنوعیت اجرائیه فرمان صادر کړی دی.

په دغه فرمان کې چې د جمعې په ورځ صادر شوی د ایران، عراق، سوریې، لیبیا، سوډان، سومالیا او یمن اوسېدونکي او له همدغو هېوادونو د امریکا د شنه کارټ لرونکي تر درېیو میاشتو امریکا ته له ورتلو منع شوي دي.

ډونالد ټرمپ پنټاګون کې د جمعې په ورځ په دې اړه وویل:

"دا، امریکا ته د بهرنیو ترورېستانو د راتګ د مخنیوي او د ملت د خونديتوب لپاره ده. موږ ټول پوهېږو چې دا څه معنی لري. د امریکا متحده ایالاتو ته د بهرنیو ترورېستانو د راتګ مخنیوی."

د ټرمپ دغه اجرائیه فرمان د بېلابېلو هېوادونو له هغې ډلې د ایران تُند غبرګون پارولی دی.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت اعلان کړی چې دوی هم له امریکایانو سره ورته کار کوي.