د امریکا متحده ایالاتو ته د اووه عمدتاً اسلامي هېوادونو د اتباعو د سفر پر سر د ممنوعیت تر لګولو وروسته، د امریکا د کورني امنیت وزارت ویلي په دغه ممنوعیت کې له یادو هېوادونو د امریکا د دایمي اوسېدو یا شنه کارټ لرونکي کسان هم شاملېږي.
امریکایي چارواکو پرون وروسته دا هم وویل چې له همدغو اوو هېوادونو د امریکا متحده ایالاتو د شنو کارټ لرونکي یا «Green Card Holders» به یو په یو تر څېړنو لاندې ونیول شي.
د امریکا متحده ایالاتو جمهور رئیس ډونالد ټرمپ د یوه اجرائیه فرمان په صادرولو سره د عراق، ایران، سوریې، لیبیا، سوډان، سومالیا او یمن اوسېدونکي د امریکا خاورې ته له ننوتلو منع کړل.
ډونالد ټرمپ د جمعې په ورځ د دفاع وزارت په مرکز پنټاګون کې وویل چې د امریکا متحده ایالات باید د ده په خبره د بهرنیو ترورېستانو له راتلو خوندي وي.
د متحده ایالاتو ولسمشر ډونالد ټرمپ زیاته کړه:
"زه نوي اقدامات د سختو څېړنو لپاره پيلوم څو د امریکا متحده ایالاتو ته د اسلامپاله ترورېستانو له راتګه مخنیوی وشي. نهغواړم هغوی دلته واوسي. غواړم ډاډمن شو هغه ګواښونه چې زموږ سرتېري یې په وړاندې په بهر کې مقابله کوي امریکا ته رانهوړو."
دغه فرمان چې د جمعې په ورځ صادر شوی لومړی د درېیو میاشتو لپاره د اجرا وړ ګرځېدلی دی.
دا درې میاشتې د سختو او کره څېړنو لپاره ټاکل شوې دي.
د ډونالد ټرمپ د ادارې یوه چارواکي ویلي کوم امریکایان چې دوه ګونی تابعیت لري دغه فرمانیې په حالت تأثیر نهکوي او یوازې په بهرنیو اتباعو د تطبیق وړ دی.
د ډونالد ټرمپ تر دغه اجرائیه فرمان وروسته د نړۍ په بېلابېلو سیمو کې په الوتکو کې امریکا ته د ځینو مسلمانو هېوادونو د اتباعو سفر بند شوی دی.
د رپوټونو له مخې څو هوايي شرکتونو امریکا ته د ټرمپ په اجرائیه فرمان کې د شاملو اوو مسلمانو هېوادونو د اتباعو له انتقال ډډه کړې ده.
د ویزې او شنه کارټ لرونکو برخه کې د ټرمپ دغه فرمان په نړیواله کچه تُند غبرګونونه هم پارولي دي.
د ایران د بهرنیو چارو وزارت په یوه بیان کې په دغه فرمان باندې په "سخت" انتقاد سره ټینګار کړی چې "د امریکا خلکو ته په درناوي" به متقابل عمل وکړي.
د ایران جمهور رئیس حسن روحاني وړاندې ویلي و چې په اوسني وخت کې نهشو کولای چې د ملتونو او خلکو تر منځ واټن رامنځته کړو.
د ایران ولسمشر حسن روحاني زیاته کړه:
"نن د پخلاینې ورځ ده. نن د نږدېوالي ورځ ده. د ګډ اوسېدو ورځ ده. د ملتونو تر منځ د واټن د رامنځته کولو ورځ نهده."
د عراق پارلمان یوه غړي عباس البیاتي ویلي چې د عراق په شمول د اوو اسلامي هېوادونو په استازو امریکا ته د ورتګ د ممنوعیت لګول په یو وخت د عراق خلکو ته یو ناسم پیغام رسوي.
هغه ویلي واشنګټن هلته په موصل کې د اسلامي دولت ډلې په اصلي مرکز کې د داعش جنګیالیو پر ضد جګړه کې په عراقي پوځیانو حساب هم کوي.
د ترکیې صدراعظم بن علي ییلدرم د کډوالۍ کړکېچ یو نړیوال کړکېچ یاد کړی او ویلي یې دي چې د نړۍ ټول هېوادونهیې باید د هواري لپاره خپل رول ادا کړي.
د فرانسې د بهرنیو چارو وزیر ژان مارک ایرو هم له خپل الماني سیال زیګمار ګابریل سره په پاریس کې یوې خبري غونډې ته د ټرمپ اجرائیه فرمان د اندېښنې وړ بللی دی.
جرمني او د امریکا متحده ایالاتو نورو متحدینو هم په دې اړه اندېښنه ښودلې ده.
راپور: صفيالله ستانکزی