په لوګر، خوست او پکتیا ولایتونو کې د برېښنا د وېش دوه تړونونه نن د برېښنا شرکت او اسیا پراختیایې بانک ترمنځ لاسلیک شول.
دغه تړونونه نن په ارګ کې د افغان ولسمشر محمد اشرف غني په حضور کې لاسلیک شول.
د بریښنا شرکت رئیس قدرت الله دلاوري د دغو تړونونو د لاسلیک پرمهال وویل، په دې پروژې ۵۵.۸ میلیونه ډالره لګښت راځي چې د اسیا پراختیایي بانک له لوري ورکول کېږي.
نوموړي وویل چې د دغو پروژو په تطبیق سره به ۴۴ زره کورنۍ د برېښنا له رڼا څخه برخمنې شي.
د اسیا پراختیایي بانک مسؤلین وایي، دغه پروژې به په دوو کلونو کې بشپړې شي.
دوی وايي، د اسیا پراختیایي بانک مرستې به له افغان حکومت سره دغه شان دوام وکړي.