د امو سیند غاړې اوسېدونکي: د اوبو سطحې لوړوالې پر مهال زیانمن کېږو

د کندز د امام صاحب او قلعه‌زال ولسوالیو اوسېدونکي شکایت کوي چې هرکال د دوبې په موسم کې کله چې د امو سیند د اوبو سطح لوړېږي، زراعتي ځمکي او د خلکو هستوګن کورونه وېجاړه وي.

د دغو ولسوالیو خلک وايي چې په تېرو څو کلونو کې د امو رود د غاړې په اوږدو کې یو اندازه ابتدايي کارونه شوي دي، خو ګټور نه وو او د اوبو په زیاتوالي سره بېرته له منځه تللي دي.

د امام صاحب ولسوالۍ یوشمېر خلک چې د امو رود څنډو کې مېشت دي دوی له دولت څخه غواړي څو د دغه سیند د تحکیماتو په برخه کې اساسې کارونه وکړي، څو په راتلونکي کې د خلکو کورونه، باغونه او کرنیزې ځمکې د اوبو له ګواښ څخه وژغورل شي.

د نوموړې ولسوالۍ څو تنو اوسېدونکي په دې اړه ازادي راډیو ته وویل:

"د امو سیند خلکو ته ډېر زیانونه اړولي دي، خو تر اوسه پورې داسې کارونه نه دي شوي چې هغه د اوبو د توپان مخه ونیسې او هرکال خلک د دې سیند د اوبو له ګواښ سره مخ وي."

"د امام صاحب ولسوالۍ شمالي څنډې کې چې د امو رود بهېږي نو هلته یې ډېر ورانی کړی، ځکه د اوبو توپان په موسم کې هر کال کرنیز ځمکي او هستوګن کورونه وېجاړه وي، نو له کبله یې خلک ډېر متضرره شوي دي."

امو سیند

په ورته وخت کې د کندز د قلعه‌زال ولسوالۍ یوشمېر اوسېدونکي هم وايي چې هر کاله د امو سیند د اوبو توپان له کبله د خلکو په سلګونه جریبه کرنیزې ځمکي او هستوګن کورونه وېجاړېږي.

د دې ولسوالۍ خلک وايي چې تر اوسه پورې د امو سیند غاړې کې داسې اساسې کارونه نه دې شوي چې هغه د اوبو د توپان مخه ونیسې، خو یوازې ابتدايي کارونه شوي دي چې هغه د اوبو د توپان مخه نسې نېولي.

د قلعه‌زال ولسوالۍ یوه تن قومي مشر جمعه خان حکیمي په دې اړه ازادي راډیو ته وویل:

"د اوبو د توپان به موسم کې د امو رود خلکو ته ډېر زیانونه اړوي تر اوسه پورې په سلګونه جریبه کرنیزې ځمکي او د خلکو کورونه وران کړي دي همدارنګه د ۵ نهرونو سربندونه یې هم خراب کړي دي چې له کبله یې په سلګونه جریبه کرنیزې ځمکي اوس مهال د خړوبولو اوبه نه لري."

بل خوا د کندز ولایت سیمه ییز چارواکي د دغو ولسوالیو د اوسېدونکي خبرې تائيدوي وايي چې د امو سیند دغاړې د تحکیماتو کار د دوی د کارونو په لومړېتوبونو کې شامل دی او زیاتوي چې مرکزي حکومت د امو سیند د غاړې د تحکیماتو په برخه کې لوی پلانونه تر لاس لاندې لري او په نږدې راتلونکي کې به د دغه سیند د غاړې د تحکیماتو اساسې او بنسټیز کارونه پیل شي.

د یادونې وړ ده چې د امو سیند سرچېنه د بدخشان ولایت د پامیر غرونو څخه پیلېږي، نو کله چې له بدخشان، تخار او کندز ولایتونو څخه تېرېږي هرکال د اوبو د توپان په موسم کې له ځان سره کرنیز ځمکي، باغونه او د هستوګنې کورونه وېجاړه وي او ان خلکو ته ځانې تاوانونه هم اړوي.

راپور: اجمل ارین