د ارزګان امنیتي چارواکي وایي، وسله والو طالبانو تېره شپه په مرکز ترینکوټ کې د افغان امنیتي ځواکونو پر پوستو حمله کړې ده.
د دغه ولایت د امنیه قوماندانۍ د امنیت سرپرست امر نورزي نن ازادي راډيو ته وویل چې د دواړو لورو ترمنځ جګړې تر څو ساعتونو پوري دوام وکړ.
نوموړي وویل چې د نښتې پرمهال ۷ وسله وال طالبان وژل شوي او لس نور ټپیان دي.
ښاغلي نورزي دا هم وویل چې په جګړه کي د ده په شمول ۴ تنه پولیس هم سطحي ټپیان شوي دي.
خو تر اوسه وسله والو طالبانو په دې اړه څه نه دي ویلي.