ټرمپ: امریکا ته دې د سوري مهاجرو مخه ونیول شي

د امریکا ولسمشر امر وکړ چې تر نامعلوم وخت پورې دې امریکا ته د سوریې د مهاجرو مخه ونیول شي.

په ورته وخت کې له دې امر سره سم امریکا ته د ډېرو نورو اسلامي هېوادونو د خلکو په ورتګ موقتي بندیز لګول شوی دی.

ډونالد ټرمپ پرون دا پرېکړه وکړه چې د جدي تحقیق او سختو اقداماتو تر اجرا کېدو پورې دې د درېیو میاشتو په مخه د هغو هېوادونو کډوال امریکا ته نه پرېښودل کېږي چې ترورستان پکې فعاله دي.

د ډونالډ ټرمپ په فرمان کې دا معلومه نه ده چې کوم هېوادونه اغېزمن کېږي، خو د اسوشیټیډ پریس او رویټرز اژانسونو په وینا، غالباً به په دې بهیر کې ایران، عراق، لیبیا، سومالیا، سودان او یمن شامل شي.

ولسمشر ټرمپ همداراز امریکا ته د څلور میاشتو په مخه له سوریې پرته د عراق، افغانستان او پاکستان د کډوالو بهیر ځنډنی کړی دی.

هرکال له نورو هېوادونو پنځوس زره کسان په امریکا کې د مهاجرو په صفت منل کېږي، دا شمېره هم د ټرمپ له غوښتنې سره سم باید روان کال نیمایي ته راښکته شي.