د امریکا او روسیې ولسمشران، ډونالد ټرمپ او ولادیمیرپوتین به سبا شنبې ټلیفوني خبرې وکړي.
د روسیې خبري اژانس، ایترتاس دا خبر د کریملن د ویاند دیمیتري پېسکوف په حواله خپور کړی دی.
دا به د متحدو ایالاتو د ولسمشر په توګه د ټرمپ د کارله پیل راهیسې، د دواړو مشرانو ترمنځ لومړۍ ټلیفوني خبرې وي.
دیمیتري پېسکوف ویلي، په دې اړه چې ټرمپ او پوتین به څه وخت سره وګوري، هېڅ ډول معلومات نه لري.
د کریملن ویاند دروانې اوونۍ په پیل کې ویلي و چې د روسیې د بهرنیو چارو وزارت د امریکا او روسیې د ولسمشرانو د ټلیفوني خبرو پرپلان له واشنګټن سره په تماس کې دی.
د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ هیله څرګنده کړې چې له مسکو سره د واشنګټن ترینګلي روابط به ښه شي.
سپینې ماڼۍ ویلي چې ډونالد ټرمپ د افراطي اسلام پالو او تروریستي ډلو د ماتولو ژمنه کړې او امریکا به دې هدف ته د رسېدو لپاره، د اړتیا په صورت کې ګډ، شدید پوځي عملیات وکړي.