IMF: افغانستان ته به د زیاتو کډوالو ستنېدل وضعیت پیچلی کړي

د پیسو نړیوال صندوق ویلي چې سږ کال به افغانستان ته د زیاتو کډوالو د ستنېدو له امله وضعیت پېچلی شي.

دې مرستندویه ادارې پرون پنجشنبې په یوه رپوټ کې له نړیوالو غوښتنه وکړه چې له افغانستان سره د بېرته ستنېدونکو افغانانو دځای پرځای کولو لپاره مرسته وکړي.

رپوټونه وايي چې په ۲۰۱۶ میلادي کال کې لږترلږه اووه لکه افغان کډوال له ایران او پاکستانه خپل هېواد ته ستانه شوي دي.

د پېسو نړیوال صندوق ویلي چې که وضعیت همداسې وي، د کډوالو لپاره به په افغانستان کې د بیا مېشتېدو شرایط لا ګران شي.