نتنیاهو: تمه ده ټرمپ د ایران د ګواښ په اړه چوپتیا ماته کړي

د اسرائیل صدراعظم بنیامین نتنیاهو هیله څرګنده کړې چې د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ به د هغو ګواښونو په اړه چې ایران د اسرائیلو دولت او وګړو ته متوجه کړي، د «نړیوالو ځورونکې خاموشي» ماته کړي.

نتنیاهو پرون د یهودانو د قتل عام «هالوکاست» د یاد په ځانګړو مراسمو کې چې په بیت المقدس کې جوړ شوي وو، وویل چې د یهودانو ضد احساسات هر ځای د زیاتېدو په حال کې دي او د ایران رهبران په زغرده د یهودانو د تباهۍ خبرې کوي.

نتنیاهو وویل:

"تر ټولو ستر ګواښ چې موږ ورسره مخامخ یو، هغه کرکه ده چې د یهودانو او د یهودانو د دولت په وړاندې له ختیځه، له ایرانه راځي، د تهران رهبران په مکرر ډول د هر اسرائیلي د له منځه وړلو غږ کوي او نړیوالو په خاموشي ځواب ورکړی دی."

نتنیاهو هیله څرګنده کړه چې دا وضعیت به بدل شي.

هغه وویل چې د امریکا له ولسمشر ډونالد ټرمپ سره یې د ایران له لوري هغوی ته د متوجه تهدید، د اسرائیل د تباهۍ لپاره د ایران د تعهد او له نړیوالو سره د ایران د اټمي تړون پر خطرونو خبرې کړې دي.