ولسي جرګه: پاکستان سره د اړیکو خرابېدو مخه باید ونیول شي

د افغانستان د ولسي جرګې د کورني امنیت کمېسیون له حکومت وغوښتل چې په سرحدي سیمو کې د پاکستان د وروستیو برېدونو او نښتو په اړه ډیپلوماټیکې حل لارې ولټوي.

د دغه کمېسیون غړي صالح محمد صالح نن ازادي راډیو ته وویل د افغانستان او پاکستان اړیکې په وروستیو کې سختې خرابې شوي دي او باید د وضعیت د زیات خرابي مخه ونیول شي.

نوموړي زیاته کړه:

"دې کې شک نشته چې د دوو ملکونو په منځ کې سرحدي نښتې کله کله کېږي، د افغانستان او پاکستان نښتې لږ د تشویش وړ ځکه دي چې د دواړو هېوادونو اړیکې په دې وروستیو کې خرابې شوي دي، پر حکومت غږ کوو چې د بهرنیو چارو وزارت له لارې دې ستونزې ته د حل لار پیدا کړي."

ښاغلي صالح په داسې حال کې دا څرګندونې وکړې چې د کندهار د سیمه ییزو چارواکو په خبره پاکستاني ملشه و پرون ماځیګر د سپین بولدک او شورابک ولسوالیو تر منځ پر افغان سرحدي ځواکونو حمله کړې ده.

د کندهار د والي ویاند صمیم خپلواک ازادي راډیو ته تائید کړه چې پر افغان سرحدي پوځیانو د پاکستان ملېشه و ډزې کړې او پکې یو سرحدي پولیس وژل شوی او دوه نور ټپیان دي.

پاکستان د وروستۍ نښتې په اړه څه نه دي ویلي، خو پرون د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزارت وویل د افغانستان د سولې او ثبات د راتلو لپاره سیاسي حل لارې باید پر مخ یوړل شي.