مې: د ګران بیه جګړو د پیل وخت ختم شوی

د بریتانیا صدراعظمه ترزا مې وایي بریتانیا او امریکا باید د خپلو تاریخې ځانګړو اړیکو د یوې برخې په توګه د نړۍ مشري وکړي.

مې وویل د افغانستان او عراق په څېر د ګران بیه جګړو د پیل وخت ختم شوی دی.

د بریتانیې صدر اعظمې د پنجشنبې په ورځ د امریکا په فیلادلفیا ایالت کې د جمهوري غوښتونکو یوې غونډې ته د وینا پر مهال داخبره وکړه:

"اوس یې وخت تېر شوی چې امریکا او بریتانیه د هېوادونو په چارو د رغونې په خاطر ځان ښکېل کړي، خو موږ بې تفاوته هم نه شو پاتې کېدلای، نه شو ویلای چې ګواښونه څه وخت واقعي وي او څه وخت مداخله یا ښکېلتیا زموږ په ګټه ده."

مې همداراز د ایران او پنځه جمع یو هېوادونو تر منځ له اټمي تړون ملاتړ وښود خو ويې ویل چې باید سمه څارنه پرې وشي.

تمه ده اغلې مې نن د امریکا متحده ایالتونو له جمهور رئیس ډونالډ ټرمپ سره وګوري.