د جوزجان په درزاب کې سړې هوا ۲۷ تنه مړه کړي

ow ,22 Nov 2016

د جوزجان ولایت په درزاب ولسوالۍ کې د سړې هوا له امله تېره شپه ۲۷تنه مړه شوي دي.

د دغه ولایت د ولایتي شورا غړې حلیمه صدف ازادي راډیو ته وویل، په مړو شویو کې ۱۲ ماشومان او درې ښځې شاملې دي.

د ازادي راډیو د سیمه‌ییز خبریال د معلوماتو له مخې مړه شوي هغه کسان دي چې دوه میاشتې وړاندې د داعش له وېرې د سرپل ولایت له صیاد ولسوالۍ څخه بې‎ځایه شوي وو.

دا په داسې حال کې ده چې یوه میاشت وړاندې هم شااوخوا ۲۰ ماشومان د جوزجان ولایت په درزاب ولسوالۍ کې د سړې هوا له امله مړه شوي وو.

د درزاب ولسوال رحمت‌الله حشر وايي چې په دې ولسوالۍ کې ستونزې ډېرې دي.