د امریکا متحده ایالاتو جمهور رئیس ډونالد ټرمپ ویلي نیت لري چې په سوریه کې د خلکو لپاره خوندي ساحې رامنځته کړي.
هغه له «اې. بي. سي» ټلوېزیون سره په مرکه کې دا خبرې وروسته تر دې وکړې چې په پام کې لري امریکا ته د کډوالو د ورتللو شرایط سخت کړي.
ښاغلي ټرمپ ټینګار وکړ وروسته تر دې چې اروپايي ټولنه د سوریې له جګړې د ورتښتېدلو ګڼ شمېر کډوالو له بحران سره مخ شوه دا پلانیې جوړ کړ چې په سوریه کې د دغو خلکو لپاره خوندي ساحې رامنځته کړي.
ټرمپ وویل چې دی فکر کوي اروپايي ټولنې میلیونونو کډوالو ته جرمني او نورو هېوادونو ته د ورتلو د اجازې په ورکولو سره لویه تېروتنه کړې ده.
د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر په سوریه کې د خوندي ساحو د رامنځته کولو هدف د هغه خطر د بندولو یوه لار بولي چې د ده په باور امریکا ته له مسلمانو او یا نورو هېوادونو څخه د خلکو په ورتلو سره ترورېستان هم لار پیدا کولای شي.
امریکايي رسنیو راپور ورکړی چې سوریه کې د خوندي ساحو د رامنځته کولو لپاره به یو اجرائيه فرمان هم صادر شي د دې ترڅنګ چې د سوریې په شمول له شپږو نورو هېوادونو امریکا ته د خلکو په ورتلو بندیز لګول کېږي.