ملي امنیت په ننګرهار کې د طالبانو او داعش ۵ غړي نیولي

د افغانستان د ملي امنیت عمومي ریاست وايي چې په ننګرهار کې یې د وسله‎والو طالبانو او داعش ډلې پنځه غړي نیولي دي.

له دغه ریاست څخه نن په خپره شوې اعلامیه کې راغلي د طالبانو څلور غړي یې په کوټ ولسوالۍ کې نیولي.

اعلامیه زیاتوي چې د داعش ډلې یو غړی یې په جلال‎اباد ښار کې نیولی.

تر اوسه د دولت واړو مخالفو ډلو په دې اړه څه نه‎دي ویلي.