رحیمي: د ایشچي او دوستم له قضیې سره به سیاسي چلند ونه‌شي

د افغانستان اجرائیه ریاست وايي چې د احمد ایشچي او د ولسمشر لومړي مرستیال له قضیې سره به سیاسي چلند ونه‎شي.

د دغه ریاست ویاند مجیب رحیمي نن په کابل کې خبریالانو ته وویل، په دې اړه د حکومت دریځ معلوم دی او له دې قضیې سره به د قوانینو له مخې چلند کېږي.

نوموړی وايي:

"حکومت تصمیم نیولی چې له حقوقي او قانوني پلوه به دغه قضیه عدلي او قضایي ارګانونه څېړي او له دغې قضیې سره به له سیاسي برخورد پرته د افغانستان د قوانینو سره سم چلند کېږي."

د جوزجان پخواني والي احمد ایشچي د ولسمشر په لومړي مرستیال تور پورې کړی چې ده او کسانو یې هغه په جنسي لحاظ ځورولی، خو دوستم ته نېږدې کسانو دا ادعا رد کړې ده.

دوه ورځې وړاندې د افغانستان لویې څارنوالۍ د ښاغلي دوستم د نهو ساتونکو د نیولو امر صادر کړ.