په هلمند کې روان عملیات د انتقادونو سره مخ شوي

د هلمند ولایتي شورا وايي، هېڅ ډول عملیات وجود نه‌لري، خو د هلمند والي وايي روان عملیات به ډېر ژر چټک او نورو سیمو ته وغځول شي.

د ازادي راډیو خبریال الیاس داعي چې د جنګ لومړۍ کرښې ته تللی دی وايي، سرتېري د کمو امکاناتو څخه شکایت کوي او خلک د جګړې له اوږدېدو نه سر ټکوي.

دا په داسې حال کې ده چې اوس هم هره شېبه د لښکرګاه په دوهمې او درېیمې امنیتي حوزو کې د افغان ځواکونو او وسله‌والو طالبانو تر منځ جګړې کېږي.

په دې اړه نور تفصیل په دې راپور کې:

Your browser doesn’t support HTML5

د محمد الیاس داعي راپور