د قزاقستان ولسمشر نور سلطان نظربایف وویل چې د خپل واک یوه برخه به پارلمان او وزیرانو ته ورکړي.
نظربایف زیاته کړه چې په دې ډول به له ده سره د ستراتیژیکو موضوعاتو، بهرنۍ تګلارې او د ملي امنیت واک پاتې شي.
نظربایف پرون په خپله وینا کې چې د قزاقستان دولتي ټلوېزیون خپره کړه، وویل چې تر دې وروسته به پارلمان صدراعظم او وزیران انتخابوي:
"دا مهمه ده چې د پارلمان واک د حکومت په جوړېدو کې زیات شي او د کابینې صلاحیتونه وکیلانو ته وسپارل شي. هغه ګوند چې پارلماني انتخابات ګټي، هغه به د حکومت په جوړېدو کې ډېر لاس لري. په طبیعي ډول به حکومت خپل واک له پارلمانه اخلي، نه د پخوا په څېر چې له ولسمشرهیې اخیست."
نظربایف زیاته کړه چې د جنوري په لومړیو کې یې یوه ډله ګمارلې وه چې په اساسي قانون او نورو قوانینو کې د بدلون لپاره مسوده چمتو کړي.
د اوس لپاره د قزاقستان صدراعظم ولسمشر غوره کوي او پارلمانیې تائیدوي.
صدراعظم بیا کابینه انتخابوي او د کابینې غړي هم د ولسمشر تائید ته اړتیا لري.
شپږ اویا کلن نظربایف له ۲۸ کلونو راهیسې د قزاقستان ولسمشر دی.