ننګرهار کې ۳۰ تنو قابله‌ګانو ته د فراغت سندونه ورکړل شول

د ننګرهار د روغتيا ریاست له‌خوا دېرش تنه قابله‌ګانې د دوه کلنو زده‌کړو وروسته د چهارشنبې په ورځ فارغې شوې.

په دې فراغت غونډه کې د روغتیا رئيس ډاکتر نجیب کامه‌وال وويل چې په دې وروستیو کې د قابله‌ګانو په فراغت سره د ننګرهار په ۹۶ روغتيايي مرکزونو کې د ښځينه ناروغانو ستونزې حل شوي.

دی وايي، دغه تازه قابله‌ګانې چې فارغې شوې دوی به د ختیځو ولایتونو هغو روغتیايي مرکزونو ته معرفي کړي چې هلته قابله‌ګانو ته اړتیا ده.

نوموړي زیاته کړه:

"شپږنوي سلنه روغتيايي مراکزو کې حد اقل یوه خور لرو په ځينو کې له یوې زیاتې روغتيايي کارکوونکې لرو چې دا زموږ لپاره لویه لاسته راوړنه ده او د دې خویندو په فراغت سره به دا د لغمان، کونړ او نورستان هغو مرکزونو ته معرفي کړو چې هلته ورته ډېره اړتیا ده او دې سره به د زېږون پر مهال د مور او ماشوم د مړينې کچه نوره هم راټيټه شي."

د عامې روغتیا ریاست د معلوماتو له مخې د زېږون پر مهال د ميندو په مړينه کې تر پخوا ډېر کموالی راغلی او د دې قابله‌ګانو په فراغت سره به په دې برخه کې شته ستونزې هم اوارې شي.