لویه څارنوالۍ: د دوستم د ۹ساتونکو په اړه دې ژر اقدام وشي

د افغانستان لویه څارنوالۍ وايي، کشفي ادارې باید د ولسمشر د لومړي مرستیال د نهو ساتونکو په اړه د دوی حکم ژر تر ژره عملي کړي.

لويې څارنوالۍ د جوزجان له پخواني والي احمد ایشچي سره د ناوړه چلند د ادعاوو پر اساس، د دې کسانو د توقیف پرېکړه پرون اعلان کړه.

د ښاغلي دوستم دفتر په ‎دې اړه تبصره نه‎ده کړې.

د لویې څارنوالۍ ویاند جمشید رسولي د دې کسانو د نومونو له څرګندولو ډډه وکړه.

هغه پرون سې شنبه ازادي راډیو ته وویل:

"هیله لرو چې کشفي ادارې به ډېر ژر زموږ قرار ترسره کړي او د دې مسئلې په اړه به لازم اجرأت وکړي."

د جوزجان پخواني والي احمد ایشچې څو میاشتې مخکې د ولسمشر پر لومړي مرستیال او د هغه پر یو شمېر ساتونکو تور پورې کړی چې زور زیاتی یې ورسره کړی دی.

خو د ښاغلي دوستم د دفتر رئیس عنایت‌الله بابر فرهمند د احمد اېشچي ادعا بې‌اساسه بللې ده.