د ایشچي د ادعاوو د څېړنې په تور د ۹ تنو د نیولو امر صادر شوی

د افغانستان لویه څارنوالي ټینګار کوي که د ولسمشر لومړی مرستیال د احمد ایشچي په قضیه کې څارنوالۍ ته حاضري نه‎شي، نو له قانون سره سم به یې پر وړاندې تصمیم نیول شي.

د لویې څارنوالۍ ویاند جمشید رسولي نن ازادي راډیو ته وویل چې د احمد ایشچي د ادعاوو د څېړنې په تور یې د ۹ تنو د نیولو امر صادر کړی:

"د تحقیق ټیم د هغه نهه تنو په اړه تصمیم ونیوه چې په پېښه کې د لاس درلودلو تور پورې شوی او د دوی د نیولو امر يې صادر کړو."

د جوزجان پخواني والي احمد ایشچي ادعا کړې چې عبدالرشید دوستم او کسانو یې جنسي ځورولی.

که څه هم دوستم په دې اړه څه نه‎دي ویلي خو د هغه د دفتر ویاند بشیر احمد ته‎ینج دا ادعاوې رد کړې وې.