فرانسوا فېون وايي، پر روسیه لګېدلي بندیزونه اغېزمن دي

د فرانسې جمهوري ریاست ته کاندید فرانسوا فېون وايي، پر روسیه لګېدلي بندیزونه اغیزمن ديُ خو هغه له مسکو سره د خبرو پلوي کړې ده.

فرانسوا فېون پرون دوشنبه په دې اړه چې د امریکا جمهور رئیس ډونالد ټرمپ او د هغه اداره ښايي د مسکو او واشنګټن روابط ښه کړي، وویل:

"زه نه‌غواړم چې ټرمپ زموږ له حسابه له روسیې سره خبرې وکړي. که په دې مسئله کې موږ ته پام ونه‌کړي، اروپا ته به زیان ورسېږي او دا زموږ لپاره د تصور وړ نه‌ده."

هغه پرون خبریالانو ته په څرګندونو کې زیاته کړه:

"زموږ اروپا ولسونو ته درناوی لري. زموږ اروپا له اروپايانو ملاتړ کوي، کارونه ورته پېدا کوي، له اقتصادي ګټو دفاع کوي او زموږ د سرحدونو ساتنه او څارنه کوي."

د امریکا نوي ولسمشر ډونالد ټرمپ هیله څرګنده کړې چې له مسکو سره به د واشنګټن روابط ښه شي.

د امریکا او روسیې اړیکې تر هغه وروسته خرابې شوې چې مسکو د کریمیا ټاپو وزمه له اوکراینه جلا او له ځان سره الحاق کړه او د اوکراین په ختیځ کې یې له بېلتون غوښتونکو ملاتړ پېل کړ.

د فرانسې د جمهوري ریاست په ټاکنو کې مخکښ کاندید فرانسوا فېون ویلي چې د اوکراین حکومت هم د هغه هېواد په ختیځ کې د روان کړکېچ د پای ته رسولو لپاره کافي هڅې نه‌دي کړي.

د اوکراین په ختیځ کې په روان کړکېچ کې له ۲۰۱۴ میلادي کال راهیسې لږ تر لږه ۹۷۵۰ تنه وژل شوي دي.