سرپل چارواکي: ۲۱ کمینونو کې ۱۲ وسله‌وال طالبان وژل شوي

په سرپل کې چارواکي وايي، د وسله‌والو طالبانو د تګ راتګ پر لارو د "کمین نیولو" ځانګړې لړۍ بریالۍ وه.

د دې ولایت د امنیه قوماندانۍ سرپرست مشر سمونوال عنایت‌الله حبیبي پرون "دوشنبه" ازادي راډیو ته وویل چې په تېرو دوو اونیو کې امنیتي ځواکونو په ۲۱ کمینونو کې ۱۲ تنه وسله‌وال طالبان وژل شوي او د دوو بهرنیو وسله‌والو په ګډون‌یې پنځه تنه نیولي دي.

سمونوال عنایت‌الله حبیبي وايي:

"زموږ د پولیسو دې عملیاتو د وسله‌والو طالبانو حرکت ډېر ټکنی کړی دی. خو موږ له چارواکو غواړو چې مرسته راسره وکړي."

د ښاغلي حبیبي په وینا، د دې ځانګړو عملیاتو لپاره ټولې امنیتي ادارې په ګډه کار کوي خو پولیس عمده رول په‌کې لري.

په سرپل کې د دې عملیاتو په ترڅ کې د وسله‌والو طالبانو موټرسایکل او وسلې هم نیول شوي دي.