د امريکا مشرانو جرګې د مرکزي استخباراتو ادارې د مشرۍ لپاره د ولسمشر ډونالد ټرمپ لهخوا نومول شوى کس تائيد کړ.
خو د مشرانو جرګې د بهرنيو اړيکو کمېټې د بهرنيو چارو وزارت لپاره د ولسمشر ډونالد ټرمپ نومول شوى رکس ټېلرسن د لږو رأيو په تفاوت تائيد کړ.
مشرانو جرګې د مرکزي استخباراتو يا «CIA» نوي مشر مايک پامپيو "Mike Pompeo" ته ٦٦ د تائيد او ٣٢ مخالفې رأيې ورکړې.
د بهرنيو اړيکو کمېټې بيا ټېلرسن ته ١١ موافقې او ١٠ مخالفې رأيې ورکړې.
دى پخوا د تېلو او ګازو د مشهورې کمپنۍ اېکسون موبايل "Exxon Mobil" مشر و.
د بهرنيو اړيکو د کمېټې مشر باب کارکر "Bob Corker" وويل، دى شک نهلري چې ټېلرسن مسلکي کس دى.
ښاغلی کارکر زیاتوي:
"زه په شخصي ډول شک نهلرم چې رکس ټېلرسن ډېر وړ کس دى. هغه د نړۍ په سطحه اتمه لويه کمپني چلوله چې ٧٥زره کارکوونکو تهيې د عايد زمينه برابره کړې."
خو ډموکرات سناتور بين کاردين وويل، دى د ټېلرسن مخالفت کوي، ځکه د روسيې پر ضد د بنديزونو او نورو مهمو نړيوالو مسايلو په باب د ده عکسالعمل څرګندوي چې دى به د بهرنيو چارو وړ وزير نهوي.
تمه کېږي ټېلرسن د بهرنيو چارو د وزير په توګه هغه وخت تائيد شي چې سل کسيزه مشرانو جرګه دى تائيد کړي.
په سنا کې د جمهوريپالو شمېر ٥٢ ته رسېږي او اکثريت دي.