په سوریه کې د اوربند د لا ټینګولو په هدف د قزاقستان په پلازمېنه استانه کې خبرې پیل شوې.
دا دوه ورځنۍ خبرې نن دوشنبه د سوریې د حکومت او د دوو مخالفو خواوو د پلاوو تر منځ پیل شوې.
د سوریې د اوربند په اړه د خبرو اسانتیا د روسیې، ایران او ترکیې له لوري برابره شوې او په قزاقستان کې د امریکا سفیر او د سوریې لپاره د ملګرو ملتونو خاص استازی سټیفن دي مېستورا یې څارنه کوي.
د سوریې له حمص ښاره لبنان ته مهاجر شوي واحد الکاري روېټرز خبري اژانس ته وویل چې د استانې غونډې ته ډېره هیله نهلري.
د استانې غونډه د تېرو هغو په شان یوه غونډه ده. یوازې یو نمایش دی خو قربانیان د سوریې خلک دي.
"له بده مرغه ټول پر موږ تجارت کوي، که روسیه ده یا ایران او یا ترکیه."
د روسیې انټرفاکس خبري اژانس د یوې نامعلومې سرچینې په قول ویلي چې د سوریې حکومتي پلاوی له ایراني استازو سره ناست دی او د اپوزېسیون پلاوی د ترکیې د پلاوي ترڅنګ دی.
د خبرو لومړنی هدف د هغه اوربند پراخول دي چې په ډسمبر میاشت کې پرې موافقه شوې وه.