د پیر ګېلاني جسد ننګرهار کې خاورو ته وسپارل شو

د افغانستان د سولې عالي شورا د مشر پیر سید احمد ګېلاني مړی نن د ننګرهار په سره رود ولسوالۍ کې خاورو ته وسپارل شو.

له سيمې د ازادي راډيو خبریال وایي چې د سولې عالي شورا د دغه مشر د خاورو ته سپارلو په مراسمو کې د اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله په ګډون دولتي چارواکو او سلګونه کسانو ګډون کړی و.

اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله په دغو مراسمو کې د سولې برخه کې د ګېلاني هڅې وستایلې او وویل چې د نوموړي لاره به تعقیب کړي.

تر دې وړاندې کابل کې د سولې عالي شورا د مشر پیر سید احمد ګېلاني د جنازې په مراسمو کې افغان ولسمشر محمد اشرف غني وویل چې د سولې شورا د پیر سید احمد ګېلاني په مشرۍ د سولې برخه کې د پام وړ لاسته راوړنې لرلې.

پير سید احمد ګېلاني ۸۴ کلن و او د شنبې په ورځ‌یې په کابل کې ساه ورکړه.

هغه د ملي اسلامي محاذ ګوند او د سولې عالي شورا مشر و.

د سولې عالي شورا د پير سید احمد ګېلاني مړینه د افغان ولس لپاره ستره ضایعه بللې ده.