د افغانستان دفاع وزارت وایي د وسلهوالو طالبانو او ایران تر منځ د همکاریو په تړاو د وروستیو ادعاوو څېړنه کوي.
د دغه وزارت مرستیال ویاند محمد رادمنش نن ازادي راډيو سره په خبرو کې په دې اړه وویل:
"دا رښتیا ده چې ترورېستان غواړي د هر هغه هېواد نه چې زموږ په ګاونډ کې دي له هغوی مرسته وغواړي خو موږ په دې برخه کې له خپلو امکاناتو کار اخلو."
دا خبرې وروسته له هغه کېږي چې د هلمند والي حیاتالله حیات تېره ورځ ازادي راډيو ته وویل چې د وسلهوالو طالبانو او ایران استازو په ګرمسېر ولسوالۍ کې سره لیدلي دي.
د حیات په وینا، په دې لیدنه کې د پاکستان استازو هم ګډون درلود.
د هلمند والي څرګنده کړه چې د دې لیدنې د جزئیاتو د څرګندولو په اړه څېړنې روانې دي.
خو ایران تر دې وړاندې په مکرر ډول له طالبانو سره د همکارۍ په اړه رپوټونه رد کړي دي.