انډونېزيا خپل هغه ١٧ تنه اتباع نيولي چې له سوريې ستانه شوي

د انډونېزيا چارواکي وايي، خپل هغه ١٧ تنه اتباع‌يې نيولي چې له سوريې څخه راستانه شوي دي.

د دوى په خبره شک کېږي چې دغو کسانو به ښايي له اسلامي دولت سخت دريځې ډلې يا داعش سره اړيکې درلودې.

د مهاجرت ادارې يوه وياند وويل چې په نيول شويو کسانو کې لږ تر لږه دوه ماشومان هم شامل دي چې نن له استانبول څخه د سوى-کارنو هاتا هوايي ډګر ته له رسېدو سره سم ونيول شول.

يوه چارواکي ويلي، ترکيې دغه کسان سوريې ته د داخلېدو په تړاو د اندېښنو له کبله اخراج کړل.

د ترورېزم ضد ادارې يوه مقام روېټرز اژانس ته ويلي، لا هم له دغو کسانو پوښتنې-ګروېږنې روانې دي.

که چېرې په ټرورېزم پورې اړوند کوم جرم سره د دوى ارتباط څرګند شي، څېړنې به ادامه ومومي.