م.م: یوه درېیمه برخه افغانان به سږکال مرستو ته اړتیا ولري

ملګري ملتونه وایي، یوه درېیمه برخه افغانان به سږکال مرستو ته اړتیا ولري، نیویارک ټایمز ورځپاڼې تر دې سرلیک لاندې په افغانستان کې د کورنیو جګړو له امله د بې ځایه شویو او له ګاونډیو هېوادونو پاکستان او ایران څخه د بېرته راستانه شویو کډوالو وضعیت ته کتنه کړې او لیکي:

ملګرو ملتونو د شنبې په ورځ د افغانستان د نفوس د یوې درېیمې برخې لپاره چې په هېواد کې د جګړو د پراخېدو له امله یې کړاونه زیات شوي، د څه باندې ۵۰۰ میلیون ډالرو د بشري مرستې غوښتنه وکړه.

د نیویارک ټایمز په لیکنه په ۲۰۱۶ میلادي کال په افغانستان کې د شخړو له زیاتېدو سره د ورځې شاوخوا ۱۷۰۰ کسان دې ته اړ شوي چې خپل کورونه پریږدي او نورو سیمو ته کډه شي.

د ملګرو ملتونو په وینا د دغو بې ځایه شويو شمېر له ۶۰۰ زره کسانو اوړي چې دا په یوه کال کې یو لوی رقم دی.

پر دې سربېره په سلګونو زره کسان له پاکستانه راستانه شوي چې اکثره راستانه شوي بیا په خپل هېواد کې د بې ځایه شویو کډوالو په توګه ژوند کوي ځکه د نا امنیو له امله خپلو مېنو ته نه‎شي تللی.

ملګرو ملتونو وویل، ۹،۳ میلون وګړي بشري مرستو ته اړتیا لري چې دا د مخکیني کال په نسبت په سلو کې ۱۳ زیاتوالی دی.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري مرستو تنظیمونکي مارک بوډین Mark Bowden د شنبې په ورځ په کابل کې له اجرائیه رئیس عبدالله عبدلله سره هم د بې ځایه شویو او هېواد ته د نویو راستانه شويو کډوالو پر ستونزو خبرې وکړې.

د باوډین په وینا افغانستان له ډېرو چېلنجونو سره مخامخ دی او دا هېواد د بې‎ځایه کېدونکو وګړو د شمېر له پلوه له سوریې وروسته په نړۍ کې دوهم ځای لري.

د افغانستان د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت ویلي چې په هېواد کې د بې ځایه شوېو شمېر له یو میلیون وګړو اوړي او همدومره نور هم له ایران او پاکستانه بېرته هېواد ته راستانه شوي چې دغه لړۍ سږ کال هم روانه ده.

ریلیف خپرونه:

ریلیف خپرونې هم په دې اړه په یوه مطلب کې لیکلي چې افغانستان تر اوسه په نړۍ کې یو تر ټولو خطرناکه او کړکېچن ځای دی.

د خپرونې په وینا په دې هېواد کې د تاوتریخوالي او طبعي مصیبتونو له امله د خلکو ژوند تل له خطر سره مخامخ دی چې اکثره وختونه یې خپلو کورونو پریښودو ته اړ کوي.

د ریلیف خپرونې په وینا په ۲۰۱۶میلادي کال په افغانستان کې داسې سیمه نه وه چې له شخړو امنه پاتې شوي.

په دې هېواد کې د هدفي وژنو، په زوره د استخدامولو او پر روغتیایي او د ښوونې پر تأسیساتو د حملو په ګډون د بشري مرستو نړیوال قانون او د بشري حقونو قانون په منظم ډول تر پښو لاندې شوي دي.