د امریکا د سنا جمهوري غوښتونکو غړو جان مککېن او لېنډسي ګراهام ویلي چې د متحدو ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت ته د رکس ټېلرسن د کاندیدۍ ملاتړ کوي.
رکس ټېلرسن د تېلو د ستر شرکت اېکسون موبایل مشر و او جمهور رئیس ډونالد ټرمپ د بهرنیو چارو وزارت ته کاندید کړی دی.
سناتورانو مککېن او ګراهام ویلي، سره له دې چې ریک ټېلرسن له روسیې او ولسمشر پوتین سره نېږدې روابط لري، دوی یې د بهرنیو چارو وزارت ته د کاندیدۍ ملاتړ کوي.
دې سناتورانو په ګډه خبرپاڼه کې چې پرون یکشنبه خپره شوه وویل چې د ټېلرسن او د روسیې د ولسمشر پوتین تر منځ د پخوانیو معاملو په اړه اندېښنه لري خو باوري دي چې د امریکا له ګټو په اغېزمن ډول دفاع کولای شي.
جان مککېن د امریکا له "اي. بي. سي" ټلوېزیون سره په مرکه کې ویلي چې د سې شنبې په ورځ به د امریکا په سنا کې د ټېلرسن د کاندیدۍ په اړه په رأی ګېري کې محتاط وي.
خو جان مککېن او لېنډسي ګراهام ویلي چې رکس ټېلرسن په څو خصوصي کتنو کې ډاډ ورکړی چې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ته د کاندیدۍ او د دوی د ملاتړ وړ دی.