د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ د هغو سلګونو زرو کسانو په اړه چې په ټوله نړۍ کې یې د ده پر ضد او د "واشنګټن د ښځو مارش" په ملاتړ لاریونونه وکړل، وویل:
"خلک حق لري چې خپل نظر څرګند کړي."
ډونالد ټرمپ وویل چې سولهییز لاریونونه د امریکایانو د ډموکراسۍ یوه اساسي برخه ده.
ټرمپ پرون یکشنبه پر ټویټر ولیکل:
"ان، که زه موافق هم نهیم، د خلکو دا حق په رسمیت پېژنم چې خپل نظرونه څرګند کړي."
خو ډونالد ټرمپ تر دې پيغام پنځه ساعته مخکې، پر همدې موضوع پر ټویټر لیکلي وو:
"ما پروني لاریونونه ولیدل خو موږ تازه انتخابات وکړل، ولې دې خلکو رأیه نهورکوله؟"
د ډونالد ټرمپ د لوړې تر مراسمو وروسته، په واشنګټن او د امریکا په یو شمېر نورو ښارونو کې ښځو د هغه پر ضد لاریونونه وکړل چې د نړۍ له بېلابېلو برخو ښځې او نارینه ورسره یوځای شوو.
رپوټونه وايي چې "د واشنګټن د ښځو مارش" ته د ډونالد ټرمپ د لوړې مراسمو په پرتله زیات خلک ورغلي وو.
خو د سپينې ماڼۍ ویاند شان سپایسر وویل چې مطبوعاتو په دې اړه سم رپوټ نهدی ورکړی.
د سپایسر په وینا، په تاریخ کې د امریکا د نورو ولسمشرانو په پرتله د ټرمپ د لوړې مراسمو ته زیات خلک ورغلي وو او د نړۍ په زیاتو برخو کې خلکو کتلي دي.