د سوریې په اړه کنفرانس به نن دوشنبه د قزاقستان په پلازمېنه استانه کې پېل شي.
د روسیې، ترکیې او ایران استازو چې دا کنفرانسیې تر سیوري لاندې جوړېږي، پرون په سوریه کې د اوربند د موافقې پر امکان د خبرو لپاره سره وکتل.
د دې کنفرانس هدف په سوریه کې د رژیم او د مخالفو ډلو تر منځ د نازک اوربند ټینګول دي.
ټاکل شوې چې د استانې په کنفرانس کې د قزاقستان لپاره د امریکا سفیر جورج کرول هم ګډون وکړي.
د سوریې لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړی استازی سټیفن دي مېسټورا هم د دې کنفرانس له برخهوالو ګڼل کېږي.
په سوریه کې د رژیم اپوزېسیون ډلو ۵۰ کسیز پلاوی د استانې په کنفرانس کې د ګډون لپاره استولی دی.
د اپوزېسیون یوه غړي د روسیې خبري اژانس "انټرفاکس" ته وویل چې د حکومت له لوري یوازې سیاستوال ورغلي خو د موافقې له مخې باید د پوځ استازي هم ورغلي وی، نو له دې امله ناراضي دي.