مینه‌پال: ټرمپ پوهېږي چې ترورېزم ټولې نړۍ ته ګواښ متوجه کړی

د افغانستان حکومت وايي، د امریکا نوی ولسمشر ډونالد ټرمپ پوهېږي چې ترورېزم ټولې نړۍ ته ګواښ متوجه کړی دی.

د جمهوري ریاست مرستیال ویاند دوا خان مینه‌پال پرون یکشنبه ازادي راډیو ته وویل چې ترورېزم یوازې افغانستان ته ګواښ نه‌دی او د امریکا نوی حکومت په‌ دې پوهېږي.

وسله‌والو طالبانو په یوه اعلامیه کې چې جزئیات‌یې پرون د جرمني خبري اژانس خپاره کړي، د امریکا نوي ولسمشر ته خبرداری ورکړی چې د پخوانیو ولسمشرانو جورج ډبلیو بوش او بارک اوباما کړن‌لارې دې نه‌تعقیبوي او د افغانستان په اړه د خپل حکومت پر سیاست دې له سره غور وکړي.

د جمهوري ریاست مرستیال ویاند په دې اړه ازادي راډیو ته وویل چې امریکا او د ناټو نور غړي هېوادونه پوهېږې چې له نړیوال ترورېزم سره څه ډول مبارزه وکړي.

مینه‌پال په دې اړه له اضافي تبصرې ډډه وکړه.