غفاري: ښه به وي چې د سولې عالي شورا له‌منځه یووړل شي

د افغانستان د ولسي جرګې دوهم مرستیال وايي چې د سولې عالي شورا کمو لاسته راوړنو ته په کتو ښه به وي چې دغه شورا له‌منځه ولاړه شي.

نعمت‌الله غفاري نن له ازادي راډیو سره په خبرو کې که څه هم د سولې عالي شورا د مشر مړینه یوه ضایعه وبلله، خو د سولې د عالي شورا د کار دوام‌یې بې‌اغېزې وباله.

ښاغلی غفاري وايي:

"د سولې عالي شورا زیاتو لګښتونو او کمو لاسته راوړنو ته په کتو زه نور د سولې عالي شورا د کار دوام ته ضرورت نه‌ګورم."

خو له دې وړاندې د سولې عالي شورا چارواکو بیا ویلي چې شورا ښې لاسته راوړنې لري او له حزب اسلامي سره د سولې هوکړه‌یې ښه ثبوت بولي.

که څه هم د سولې عالي شورا د کړنو په اړه نیوکې تازه نه‌دي خو د دغې شورا د مشر سید احمد ګېلاني تر مړینې وروسته دا لومړی ځل دی چې د یادې شورا د لغوه کېدو غوښتنې مطرح کېږي.

د سولې عالي شورا رئیس سید احمد ګېلاني تېره شپه د ورپېښې ناروغۍ له امله د څلور اتیا کلونو په عمر مړ شو.