سرپل کې ۸ وسله‌وال طالبان د سولې بهیر سره یوځای شول

د سرپل امنیه قومانداني وايي چې په دغه ولایت کې اته تنه وسله‌وال مخالفین د سولې له پروسې سره یوځای شول.

د سرپل امنیه قوماندانۍ مرستیال عنایت‌الله حبیبي ازادي راډیو ته وویل چې دغو مخالفو وسله‌والو د تاج محمد په مشرۍ په صیاد او کوهستاناتو ولسوالیو کې د دولت پر ضد تخریبي اعمال ترسره کول چې نن له یوې اندازې وسلې سره له امنیتي ځواکونو سره یوځای شول.